د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د دره‌نور زلزله‌ځپلو ته نږدې یو میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۵۷
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د دره‌نور زلزله‌ځپلو ته نږدې یو میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

۷ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د اسلامي، انساني او ملي احساس له مخې د دره‌نور ولسوالۍ زلزله‌ځپلو کورنیو سره ۹۶۱ زره او ۷۴۰ افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
د مرستې د سپارلو ځانګړې غونډه د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم اخند په حضور کې ترسره شوه، چې پکې د ننګرهار وادې کرنیز شرکت اجرائیوي رییس سید محمد نعیم «محمدي» یادې پیسې والي ته وسپارلې. ښاغلي محمدي وویل، دا مرسته د شرکت د کارکوونکو او کرنیزو شرکتونو د مسئولینو په ګډو هڅو راټوله شوې، څو اړمنو ته په شفاف ډول ووېشل شي.
والي د وادې کرنیز شرکت له کارکوونکو او مسئولینو مننه وکړه او دغه اقدام یې د اسلامي، افغاني، انساني، یووالي او ملي احساس څرګندونه وبلله. او ویې ویل، چې د ولايت مقام سلاکار شیخ هدایت‌الله د مؤظفې کمېټې په همکارۍ دغه مرسته اړمنو کورنیو ته رسوي.
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت رهبري او ټول کارکوونکي وايي، دوی په دې غمجن حالت کې له زلزله‌ځپلو افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او دا درد یې خپل درد بللی. 


کمک نزدیک به یک میلیون افغانی شرکت زراعتی وادی ننگرهار به زلزله‌زدگان دره‌نور
۷ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
شرکت زراعتی وادی ننگرهار به اساس احساس اسلامی، انسانی و ملی به خانواده‌های زلزله‌زده ولسوالی دره‌نور مبلغ ۹۶۱ هزار و ۷۴۰ افغانی کمک نقدی نمود.
محفل ویژهٔ تسلیم‌دهی این کمک با حضور والی ننگرهار ملا محمد نعیم آخند برگزار شد که در آن سید محمد نعیم محمدی رییس اجرایی شرکت زراعتی وادی این پول را به مقام ولایت تسلیم کرد. آقای محمدی گفت این کمک به همکاری کارمندان شرکت و مسئولان شرکت‌های زراعتی گردآوری شده است تا به گونهٔ شفاف به نیازمندان توزیع گردد.
والی ننگرهار از کارمندان و مسئولان شرکت زراعتی وادی قدردانی کرده و این اقدام را نشانهٔ احساس اسلامی، افغانی، انسانی، وحدت و ملی دانست. وی افزود که این کمک به همکاری کمیته موظف تحت رهبری شیخ هدایت‌الله، مشاور مقام ولایت، به خانواده‌های نیازمند رسانیده خواهد شد.
رهبری و تمام کارمندان شرکت زراعتی وادی نیز تأکید کردند که در این وضعیت غم‌انگیز در کنار زلزله‌زدگان افغان ایستاده‌اند و درد آنان را درد خود می‌دانند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت