ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ خونه پرانستل شوه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۱۳:۴۷
ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ خونه پرانستل شوه

۱ مرغومی ۱۳۹۸
د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس د کرنې وزارت له لوري د هېواد په شپږو زونونو کې د کرنې او مالدارۍ خونې پرانستل کیږی چې په ترڅ کې یې په ننګرهار کې عملاً دا خونه پرانستل شوه.
د یادې خونې د پرانستې په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، د سوداګرۍ رییسخالد ګردیوال، له کابله ورغلي پلاوي او په ختیځ کې میشت د کرنې او مالدارۍ شرکتونو مسولینو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار کرنې سرپرست ریس ډاکتر محمد ضمیر بهسودي په خپلو خبرو کې دا خونه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ښې همغږۍ ، ستونزو د حل او چارو د لا ښه والي په برخه کې ګټوره وبلل.
ښاغلی بهسودي وویل، چې ددې خونې اداري چارې لپاره د مدیره هیئت په توګه ۱۹ تنه ټاکل کیږي چې دمګړۍ به د دریو میاشتو لپاره په موقت ډول وټاکل شي او وروسته به ورته د ټاکنو د طرزالعمل مطابق ټاکنې ترسره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت