سرپل ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۳
سرپل ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ، د وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوګیانی او محمد ولي وزیري په ملتیا یو پلاوی، سرپل ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال، د سرپل د کرنې ریاست کارکوونکو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د معیاري کرنیزو څېړنیزو فارمونو د نشتوالي، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو اړتیا او نورو برخو کې خپلې ستونزې له یاد پلاوي سره شریکې کړې او د کرنې له وزارت څخه یې د دغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د کرنې وزارت پلاوی همدارنګه د اوبو مدیریت، د کتار په بڼه دغنمو او مالوچو کرکېله، حیواني روغتیا، د مالدارۍ خدمتونو، د اراضۍ او د ځمکوالۍ د چارو تنظیم او د کرنې د سکتور د نورو برخو په اړه خبرې وکړې. د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس رییس ټینګار وکړ چې د سرپل ولایت لپاره ځانګړې شوې پرمختیايي پروژې باید په سمه توګه او پر خپل وخت پلي شي او د مالدارۍ د برخې له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د مالدارۍ سیستمونه، مسلخونه او د لبنیاتو تولید معیاري کړي.
د سرپل د کرنې ریاست کارکوونکو د پلاوي د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په یادو برخو کې به اړینه همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

غزني کې ۸۴ بزګرانو ته د انجې نیالګي او کرنیز وسایل ووېشل شول

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت په مالي مرسته، د دغه ولایت د اندړ، ګیلان، مقر، ناوه او خواجه عمري ولسوالیو ۸۴. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۳
Background image

کندهار کې نږدې ۱۳۰ زره څاروي د ریخک او پروتوزوایي ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په نتیجه کې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په. . .

بازگشت