د فراه ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۴۲
د فراه ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوی پیرمحمد حلیمي د فراه ولایت د کرنې د رییس په توګه وګمارل شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
مولوی پیرمحمد حلیمی تر دې وړاندې د بادغیس ولایت د کرنې د رییس په توګه دنده ترسره کوله.
د ښاغلی حلیمی د پېژندنې په مراسمو کې د فراه مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود، د لواء ارکان رییس آخندزاده عبدالسلام «ابوخالد»، د بادغیس ولایت برېښنا رییس مولوی خیرالله، د اطلاعات او کلتور رییس محمد عبدالحی سباوون، د فراه ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد، د حج او اوقافو رییس فضل الرحمن مستغفر، د ښار جوړولو رییس نصرالله استقلال، د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ شمس الحق اجمل، مولوی بهلول مخلص او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو کډون درلود.
د فراه مرستیال والي په خپلو خبرو کې وویل، چې ادلون بدلون د اسلامي امارت په نظام کې د شریعت یو مهم اصل دی او د همدې بنسټ پر اساس مولوی پیرمحمد حلیمی چې، مخکې یې د بادغیس د کرنې رییس په توګه کار کاوه، د فراه د کرنې رییس وټاکل شو.
هغه ټینګار وکړ چې مسؤلین باید د شریعت د رهنمودونو او اداري اصولو پر بنسټ په اخلاص دندې ترسره کړي څو خلکو ته اغېزمن خدمتونه ورسوي. نوموړی نوی رییس ته د ښه خدمت د توفیق غوښتنه وکړه.
وروسته د فراه د کرنې، ابولګولو او مالداری رییس مولوي پیرمحمد حلیمي وینا وکړه او د کرنې د سکټور د ودې او پراختیا په ټولو برخوکې د صادقانه کار ژمنه وکړه.
باید وویل شي، چې مولوي پیرمحمد حلیمي تر دې وړاندې د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ درییس په توګه دنده ترسره کوله.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت