د بادغیس ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۵۵
د بادغیس ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوی شاه محمد سروري د بادغیس ولایت د کرنې د رییس په توګه وګمارل شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
مولوی نیاز محمد عابد تر دې وړاندې د میدان وردګو ولایت د کرنې د رییس په توګه دنده ترسره کوله.
د ښاغلی سروري د پېژندنې په مراسمو کې د بادغیس مرستیال والي ملا غوث الدین افغان، د یاد ریاست مخکینی رییس مولوی پیر محمد حلیمي، د ۲۰۷ الفاروق قل اردو اړوند د درېیمې سرحدي لواء د ارکان رییس  او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو کډون درلود.
د بادغیس مرستیال والي په خپلو خبرو کې وویل، چې ادلون بدلون د اسلامي امارت په نظام کې د شریعت یو مهم اصل دی او د همدې بنسټ پر اساس مولوی شاه محمد سروري چې، مخکې یې د فراه د کرنې رییس په توګه کار کاوه، د بادغیس د کرنې رییس وټاکل شو.
هغه ټینګار وکړ چې مسؤلین باید د شریعت د رهنمودونو او اداري اصولو پر بنسټ په اخلاص دندې ترسره کړي څو خلکو ته اغېزمن خدمتونه ورسوي.
دغه راز د بادغیس د مخکینی رییس مولوی پیرمحمد حلیمي کارونه او وړتیاوې وستایل او ترې نه مننه وکړه، چې د یاد ولایت دکرنې او مالدارۍ په برخه کې یې هلې ځلې کړي دي او ترڅنګ یې نوی رییس ته د ښه خدمت د توفیق غوښتنه وکړه.
باید وویل شي، چې مولوي شاه‌محمد سروري تر دې وړاندې د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ درییس په توګه دنده ترسره کوله، او مولوي پیرمحمد حلیمي د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رییس په توګه تبدیلاً ټاکل شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت