د کندهار بولدک ولسوالی کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۵۳
د کندهار بولدک ولسوالی کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه

۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندې د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي په موخه کمپاین ترسره کړه، چې د دې کمپاین په ترڅ کې یې د یادې ولسوالی په ۱۰ ناحیه کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه نیولي ده. مسؤلین وایي چې دوه تنه غوښتل دغه بوټي په غیرقانوني ډول انتقال کړي، او د شخصي موخو لپاره یې وکاروي چې په وړاندې یې اقدام سوي او د ناقانونه انتقال مخه یې نیول شوې ده. 
د یادو بوټو ارزښت په دښتي او ریګي سیمو کې زیات ګټور دي، چې د یادو بوټو د ساتني سره سم د هوا ککړتیا او د شګو انتقال او پاشولو مخه نیول کېږي ترڅو د یادو بوټو پواسطه د شګو انتقال د یو ځای څخه بل ته د انتقال مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار کرنې ریاست په دې وروستیو کې د طبیعي بوټو د ناقانونه انتقال په وړانې جدي هڅې کړي، ترڅو په کندهار ټولو ولسوالیو کې د طبیعي او ملي شتمني څخه په توګه ساتنه وسي او هیچاته اجازه ورنه کړل شي، چې په غیري قانوني ډول ملي شتمني زیانمنې کړي.ش

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار د ژمني تېلو استعمال چارې پیل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ګربزو ولسوالی ترویج مدیریت کارکوونکو له لورې د ګربزو ولسوالی په بڼونو کې د ژمني تېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

هرات کې راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، په هرات ولایت کې د نویو راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

ننګرهار کې د معیاري او عصري مسلخ د جوړېدو هوکړه لاسلیک شوه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ځمکه د یو معیاري او عصري مسلخ د جوړېدو په موخه د هوکړه لاسلیک شوه.

یاده هوکړه د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د. . .

بازگشت