د کرنې په وزارت کې د «ویاړلې فتحې» د څلورمې کلیزې نمانځنه

user-admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۲۴ - ۱۵:۶
د کرنې په وزارت کې د «ویاړلې فتحې» د څلورمې کلیزې نمانځنه


٢٤ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
٢١ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه پلاوي په شتون کې د «ویاړلې فتحې»څلورمه کلیزه ولمانځل شوه او د اسلامي امارت سپین بیرغ د وزارت په انګړ کې ورپول شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د دغه وزارت د یوشمېر رییسانو، سلاکارانو  او کارکوونکو په شتون کې دکرنې وزارت په انګړ کې دا ورځ د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ په پورته کولو سره ونمانځله.
مولوي عطاءالله عمري په خپله وینا کې د تېرو ۴۵ کلونو په ترڅ کې د «افغانستان د ولس هڅې، مېړانې او قربانۍ» یادې کړې او ټینګار یې وکړ چې اوس په هېواد کې د امن، سکون او ورورولۍ فضا حاکمه ده او خلک په امنیت او ارامه چاپېریال کې ژوند کوي. هغه دغه حالت د «شهیدانو او فدائیانو د وینو ثمره» وبلله او له بهر مېشتو مخالفینو یې وغوښتل، چې وطن ته راستانه شي.
د کرنې وزیر زیاته کړه، چې نن په هېواد کې «د الله تعالی قانون او د اسلام د پېغمبر اوامر» پلي کېږي او د شریعت د بشپړ پلي کېدو یوه برخه عملي شوې ده.
همدارنګه د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، وویل چې «دغه بریا یوازې د اسلامي امارت نه ده، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو ونډه پکې شته» هغه له ټولو خلکو وغوښتل، چې د هېواد د ابادۍ لپاره همکاري وکړي.
د زمي ۲۴مه د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د کابل د فتحې له ورځې سره برابره ده، چې څلور کاله وړاندې په همدې ورځ کابل د اسلامي امارت له خوا فتح شو او افغانستان د امریکا او د هغې د متحدینو له اشغال او ښکېلاک څخه ازاد شو.
په همدې موخه دا ورځ هر کال د کرنې په وزارت کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.


تجلیل از چهارمین سال‌روز «فتح باشکوه» در وزارت زراعت
۲۴ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
از چهارمین سال‌روز «فتح باشکوه» امروز در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور رهبری این وزارت تجلیل به عمل آمد و بیرق سفید امارت اسلامی در صحن حویلی وزارت برافراشته شد.
در این مراسم، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی، روسا، مشاوران و کارمندان وزارت حضور داشتند.
مولوی عطاءالله عمری در سخنرانی‌اش با یادآوری از «زحمات، رشادت‌ها و قربانی‌های مردم افغانستان» در ۴۵ سال گذشته، تأکید کرد که اکنون فضای امن، آرامش و برادری در کشور حکم‌فرما است و مردم در امنیت و سکون زندگی می‌کنند. او این وضعیت را «ثمره خون شهدا و فدائیان» دانست و از مخالفان خارج از کشور خواست به وطن بازگردند.
وزیر زراعت افزود که امروز «قانون خداوند و اوامر پیامبر اسلام» در کشور تطبیق می‌شود و بخشی از آرزوی تطبیق کامل شریعت برآورده شده است.
همچنان مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع قدرتی، گفت که «این پیروزی تنها متعلق به امارت اسلامی نیست، بلکه تمام مردم افغانستان در آن سهم دارند» و از همه خواست برای آبادانی کشور همکاری کنند.
۲۴ اسد مصادف است با روز فتح  کابل توسط مجاهدین امارت اسلامی افغانستان که هر سال در وزارت زراعت طی مراسم ویژه  از آن گرامی داشته می‌شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت