د کندهار نېش ولسوالی کې پر یوشمېر بېوزلو کورنیو وزې او اړوند توکي وېشل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۱
د کندهار نېش ولسوالی کې پر یوشمېر بېوزلو کورنیو وزې او اړوند توکي وېشل کېږي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په تطبیقي همکارۍ، د کندهار د مهاجرینو مؤسسې په تخنیکي مرسته او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې ولسوالی ۷۵ بېوزلو او بې‌سرپرسته کورنیو ته وزې او د مالدارۍ اړوند توکي وېشل کېږي.
د چارواکو په وینا، هرې کورنۍ ته به یوه وزې (شیدې ورکوونکې)، ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو متراکمه خوارکه، دوه لیټره د چینجیانو ضد درمل او ۱۳ قلمه د مالدارۍ اړوند توکي، لکه فلزي سطلونه، د شېدو پروسس وسایل او فلزي ډبې، ورکول کېږي. دغه راز تر څنګ به یې په راتلونکې کې کورنیو ته د تازه شېدو د مؤثر پروسس او د محصولاتو د بازار موندنې په اړه روزنیز پروګرامونه هم عملي کېږي.
د پروژې موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د ځان بساینې هڅونه، د تازه محصولاتو لپاره د مؤثر بازار برابرول او د اړوندو روزنیزو پروګرامونو پلي کول دي.
یاده دې وي، چې څو اوونۍ وړاندې د همدې پروژې له لارې د نېش ولسوالی ۲۵۰ بېوزلو بزګرانو ته د جوارو د اصلاح شوي تخم وېش لپاره د نوم لیکنې لړۍ بشپړه شوې وه، چې ورسره به هغوی ته کیمیاوي سرې هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵
Background image

ننګرهار کې د۵۰ زره کوچنیو شخوند وهونکو څارویو لپاره د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې «ډي‌سي‌اې» په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیا کې زرګونه څارویو لپاره د لیونتوب، تیتانوس او تورلنګي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو

 ۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې «ډي‌سي‌اې» په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

بازگشت