اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون د کرنې وزارت څخه په مننې سره وویل: کرنې وزارت د اطلاع رسونې الګو دی

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۵ - ۱۴:۴۵


۲۵ لېندۍ ۱۳۹۸
اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته د مکتوب په استولو سره، اطلاعاتو ته د لاس رسي د تامين او دغه راز اطلاعاتو غوښتونکو ته پر خپل وقت د معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې د کرنې وزارت له «فعالیتونو او هر اړخیزو همکاریو» مننه او ستاینه کړئ.
په ۲۸۳/۱۸۲ ګڼه مکتوب کې، چې اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون د مشر عین الدین بهادري په لاسلیک سره د ۱۳۹۸ یم د لېندۍ په ۱۸ مه نېټه د کرنې وزارت ته استول شوې ده «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه د قدردانی » تر موضوع لاندې کښل شوې: «اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون اطلاعاتو ته د لاس رسي د تامين او دغه راز د اطلاعاتو غوښتونکو ته پر خپل وقت دمعلوماتو وړاندې کولو په برخه کې ستاسو له فعالیتونو او هر اړخیزو همکاریو مننه کوي.»
اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون په دوام کې کښلی: «اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې ستاسو له همکاریو مننه کوو.»
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په دې باور دی، چې معیاري نظارتونه، او اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون قانوني سفارشونه د اطلاع رسونې په برخه کې د اسنتیا برابرولو په پار اغېزناک دي؛ په همدې موخه د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت متقابلاً اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون څخه د هراړخیزو هلوځلو په پار مننه کوي او هیله لري، چې د کرنې وزارت سره د یاد کمیسیون معیاري نظارتونه او مشورتي همکارۍ دوامدار وي تر څو په ګډه وکولاشو چې، هېوادوالو پرمخ د معیاري اطلاع رسونې ښې څپرکۍ خلاص کړو.
باید وویل شي، چې اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون په وروستۍ ارزونه کې د بودیجوي واحدونو په منځ کې د کرنې وزارت لومړی مقام خپل کړی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت