خوست ولایت کې د زیتونو او چارمغزو نیالګیو څخه لیدنه ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۱:۳
خوست ولایت کې د زیتونو او چارمغزو نیالګیو څخه لیدنه ترسره شوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند باک ولسوالی کرنیزو چارو مدیریت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په مالي همکارۍ، د باک ولسوالی توتاک سیمې کې د زیتونو او چارمغزو کېنول شویو نیالګیو څخه لیدنه ترسره کړه.
په دغه لیدنه کې د نیالګیو د ودې حالت، د خاورې او اوبو وضعیت، د ناروغیو نښې نښانې، او د پالنې څرنګوالی په دقت سره و ارزول شول. همداراز، د نیالګیو د لا ښه پرمختګ او حاصل ورکولو لپاره لازمې علمي او عملي سپارښتنې هم وړاندې شوې.
یاده لیدنه د کرنیزو چارو د پیاوړتیا، د بڼوالۍ د ودې، او د سیمه‌ییزو بزګرانو د اقتصادي حالت د ښه والي په موخه ترسره شوې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

نورستان کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

نورستان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ټرایکوډرما کارول پروګرام پیل شو

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د ت ټرایکوډرما. . .

بازگشت