د ختیځ زون د اصلاح شوي تخمونو تولیدوونکو شرکتونو ستونزو حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۲:۴۱
د ختیځ زون د اصلاح شوي تخمونو تولیدوونکو شرکتونو ستونزو حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
په ختیځ زون کې د اصلاح شوي تخمونو تولیدوونکو شرکتونو مسؤلینو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن سره خپلي ستونزې، غوښتني او وړاندیزونه شریک کړل.
 اصلاح شوي تخمونو تولیدوونکو شرکتونو په استازیتوب عتیق الله کیهان خبري وکړي او پدې زون کې د تخمونو تولیدې شرکتونو په تړاوی معلومات وړاندې کړل. نوموړې وویل د غنمو سربېره د سویابینو او شولو اصلاح شوي تخمونو پریمانه تولید هم لرو، چې کولې شې ددې زون د بزګرانو ستونزې حل کړي.
د تخمونو تولیدي شرکتونو مسؤلینو د ننګرهار کرنې رییس څخه غوښتنه وکړه، کومې مؤسسې، چې غواړې په ختیځ زون کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ووېشي نو موږ ورته اصلاح شوي تخمونه برابرولې شو، زموږ څخه دې تخمونه واخلي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن راغلو استازو ته پدې برخه کې د کرنې وزارت نافذه قوانینو په رڼا کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

نورستان کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

نورستان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ټرایکوډرما کارول پروګرام پیل شو

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د ت ټرایکوډرما. . .

بازگشت