لغمان کې پر لسګونو مالدارو کورنیو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۱۱
لغمان کې پر لسګونو مالدارو کورنیو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ مُحرَّمُ الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت ۳۷ مالدارو کورنیو ته د وریو د چاغښت په موخه د څارویو خوراکي توکو د مرستې ویش لړۍ پیل شوه.
یاده لړۍ د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د هالینډ کمېټې ولایتي مسؤل ډاکټر محمد بیدار سیرت، او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده له‌خوا څو مستحقو کورنیو ته د خوراکي توکو په ورکړې سره رسماً پیل شوه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: «دا مرسته چې ۱۶ کورنیو ته په مرکز مهترلام او ۲۱ کورنیو ته د الیشنګ ولسوالی په کچه ځانګړې شوې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه حیواني خوراکه ورکول کېږي.»
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د پسونو چاغښت، د اړمنو مالدارو ملاتړ او د مالدارۍ سکتور پراختیا ده.         همداراز، نوموړي د هالینډ کمېټې له دغې مرستې څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول مرستې دوام پیدا کړي او لا پراخې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت