دهلمند د کرنې ریاست له‌خوا په زرګونو نیالګیو درمل شیندنه ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۲۰
دهلمند د کرنې ریاست له‌خوا په زرګونو نیالګیو درمل شیندنه ترسره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د طبیعي سرچینو آمریت د کارکوونکو په همکارۍ، د بولان قوریې په سیمه کې زرګونو پیوندي مثمرو نیالګیو باندې درمل وشیندنه ترسره شوه.
په دغه کمپاین کې شاوخوا ۱۲ زره پیوندي مثمر نیالګي چې د «جولاګګ» حشرې له خطر سره مخ وو، له نباتي آفت څخه د ژغورنې په موخه دواپاشي شول. یاد حشره د نیالګیو د ودي، پاڼو او مېوې پر کیفیت منفي اغېز لري او که مخه یې ونه نیول شي، د جدي زیان لامل کېدای شي.
د کرنې هلمند ولایت دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت مسؤلین وایي، دغه اقدامات د نیالګیو د سالمې ودې او د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره مهم دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

جلال‌اباد ښار کې ۹۷۷ بزګرانو او کډوالو ته د کرنې او مالدارۍ په برخو کې مرستې وېشل کېږي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د مدیریت، نوښتونو او پرمختګ (امید) مؤسسې له لوري به د جلال‌اباد ښار په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

فراه کې ۱۲۰۰ راستانه شویو کورنيو ته د غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ پيل شوه 

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، په فراه ولایت کې د نویو راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۳۹
Background image

د کندهار ارغنداب کې پر لسګونو اړمنو کورنیو غواوې ووېشل شوې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي او د «سي‌اچ‌اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د. . .

بازگشت