ازبکستاني پلاوی د بلخ ولایت له معیاري مسلخ څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۰:۱۸
ازبکستاني پلاوی د بلخ ولایت له معیاري مسلخ څخه لیدنه وکړه

هغه ازبکستانی پلاوی، چې د یاد هېواد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال جمشید ابدزوخروف په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی، د خپل سفر په ترڅ کې یې د بلخ ولایت له هغې معیاري مسلخ څخه لیدنه وکړه، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا جوړه شوې ده.
دغه مسلخ، چې په ځانګړي ډول د مزار شریف ښار د اوسېدونکو لپاره د صحې او باکیفیته غوښې د برابرولو په موخه جوړه شوې، دا مهال د خصوصي سکتور تر مدیریت لاندې فعالیت کوي او خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.
د دې لیدنې په ترڅ کې، ازبکستاني پلاوي وویل، که چیرې د مسلخ کارکوونکو ته د تخنیکي مشورو او روزنو اړتیا وي، دوی چمتو دي اړینې همکارۍ ترسره کړي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
په همدې حال کې، د بلخ ولایت د کرنې رییس، قاري محمد موسی مبین، له ازبکستاني پلاوي مننه وکړه او د غوښې د روغتیا، او د حیواني محصولاتو له لارې د ناروغیو د لېږد د مخنیوي پر اهمیت یې خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې معیاري مسلخې کولای شي د عامې روغتیا په ساتنه کې مهم رول ولوبوي او د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د قدرتي سرچینو آمریت فني کارکوونکو د شمالي ولسوالیو د زابرانو، ځنګلونو او څړځایونو د. . .

بازگشت