د امارتي ځمکو د پلور او اجارې قانون وروستی متن د کرنې وزیر ته وړاندې شو

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۸:۲۷
د امارتي ځمکو د پلور او اجارې قانون وروستی متن د کرنې وزیر ته وړاندې شو

د تقنین برخې کارپوهانو، د ځمکو، کرنې او مالدارۍ سکتور اړوندو متخصصینو د امارتي ځمکو د پلور او اجارې ورکولو قانون نهايي شوی متن، په یوه رسمي ناسته کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري ته، د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په شتون کې وړاندې کړ.
تمه ده چې یاد قانون له وروستۍ کتنې وروسته، د توشیح لپاره عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ته ولېږل شي.
د دغه قانون د تدوین موخه دا ده، چې هغو پانګوالو او غوښتونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي، چې غواړي د کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې فعالیت وکړي، څو په هر ولایت کې ورته ځمکه په قانوني ډول ورکړل شي او خپلې پانګونې او فعالیتونه پيل کړي.


ارائه متن نهایی قانون فروش و اجاره‌دهی زمین‌های امارتی به وزیر زراعت
۱۳ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
کارشناسان بخش تقنین، متخصصین اراضی و سکتور زراعت و مالداری، متن نهایی قانون فروش و اجاره‌دهی زمین‌های امارتی را در نشستی رسمی به مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی محمود مظلوم، رئیس اراضی، ارائه نمودند.
قرار است این قانون پس از بررسی نهایی، برای توشیح به عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله، فرستاده شود.
هدف از تدوین این قانون، فراهم‌سازی سهولت برای سرمایه‌گذاران و متقاضیانی است که قصد دارند در سکتورهای زراعت و مالداری فعالیت نمایند، تا در هر ولایت کشور زمین در اختیار آن‌ها قرار گیرد و به گونه قانونی به سرمایه‌گذاری و کار بپردازند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت