د ځنګلونو ساتنې په پار بین الوزارتي ناسته ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۱:۴۳
د ځنګلونو ساتنې په پار بین الوزارتي ناسته ترسره شوه

۷ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال او چارسمبال مولوی باز محمد فیضان په مشرۍ، د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوی عبدالحق مخدوم، په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو او (د ځنګلونو ساتنې) شنه قطعې د استازو په شتون کې د کرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
د غونډې په پیل کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال او چارسمبال مولوي باز محمد فیضان، د ناستې پر موخو خبرې وکړې او د ځنګلونو د ساتنې او احیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه:« د اسلامي امارت د مشرتابه پرېکړه او هدایت د ځنګلونو د ساتنې په اړه جدي او روښانه ده. موږ باید ټول توان وکاروو څو د ځنګلونو له پرېکولو او د غیرقانوني لرګیو له قاچاق څخه مخنیوی وکړو. همداراز، د کرنې وزارت هڅه کوي چې د ځنګلي سیمو پراختیا ته هم پاملرنه وکړي، او سږکال د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې لپاره په بودیجه کې مناسب امکانات ځانګړي شوي دي.»
ورپسې، د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ځنګلونو د لا ښه ساتنې لپاره باید خلکو ته د کار او مرستې زمینې برابرې شي او د ځنګلي سیمو اوسېدونکي د ځنګلبانانو په توګه وټاکل شي.
همداراز، د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس مولوي میرویس، میرویس خوګیانی دکرنې وزیر سلاکار او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال امان امانیار هم د ځنګلونو د ښه ساتنې او عملي پلانونو د وړاندې کولو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې له مخې، یوه کمیټه د کرنې، مالیې، سوداګرۍ، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو ریاست د مرستیالانو په شتون کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده، چې دغه کمیټه ددې موضوع لپاره هره میاشت غونډه کوي او موضوعات ارزوي.

نشست بین‌الوزارتی برای حفاظت از جنگلات دایر گردید
۷ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
نشست بین‌الوزارتی تحت سرپرستی مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی و کفیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مولوی عبدالحق مخدوم، معین پلان و پالیسی وزارت امور داخله، با حضور رؤسا و نمایندگان وزارت‌های تجارت، مالیه و "قطعه سبز" (قطعه محافظت از جنگلات) در وزارت زراعت دایر گردید.
در این نشست، ابتدا مولوی بازمحمد فیضان، کفیل وزارت زراعت، به ایراد سخن پرداخت و هدف جلسه را تبیین کرد و بر حفاظت و احیای جنگلات تأکید نمود. وی افزود: "تصمیم و هدایت رهبری ا.ا.ا برای حفاظت از جنگلات جدی و واضح است. ما باید با تمام توان تلاش کنیم تا از قطع جنگلات و قاچاق چوب غیرقانونی جلوگیری کنیم. وزارت زراعت همچنین در تلاش است تا ساحات جنگلی را گسترش دهد و امسال امکانات خوبی برای احیا و حفاظت از جنگلات در بودجه پیش‌بینی شده است."
در ادامه، مولوی عبدالحق مخدوم، معین پالیسی و پلان وزارت امور داخله، صحبت کرد و افزود که برای حفاظت بهتر از جنگلات، باید به مردم زمینه‌های کار و کمک فراهم شود و افرادی از مناطق جنگلی به‌عنوان جنگلبانان تعیین گردند.
همچنین، مولوی میرویس ذاکری، رئیس جنگلات، میرویس خوگیانی، مشاور وزیر زراعت، و امان‌امانیار، مشاور معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، پیرامون حفاظت بهتر از جنگلات و ارائه پلان‌های عملی، نظرات خود را در جلسه مطرح کردند.
قابل ذکر است که به‌دستور رهبری ا.ا.ا، کمیته‌ای متشکل از معینان وزارت‌های زراعت، مالیه، تجارت، داخله، دفاع و استخبارات به منظور حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب تعیین گردیده است و این کمیته هر ماه جلسه‌ای برای بررسی این موضوع برگزار می‌کند.ش

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت