د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان‌محمد فروتن، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او پانګوالو ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۷۴ هوکړه لیکونو د لاسلیک کېدو خبر ورکړ.
ښاغلي فروتن وویل، چې په دغه نندارتون کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري څه باندې ۱۰۰ غرفې جوړې شوې وې او د افغانستان او نورو هېوادونو کرنیز، مالدارۍ او صنعتي محصولات پکې نندارې ته وړاندې شول.
په همدې حال کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې د نندارتون د جوړېدو په بهیر کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ ګڼ شمېر قراردادونه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.
هغه د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو محصولاتو د بازارموندنې او پلور لپاره د زمینې برابرول وبلل او زیاته یې کړه، چې افغانستان د چرګانو د غوښې او یو شمېر نورو محصولاتو د تولید په برخه کې د ځان‌بسیاینې پر لور ګامونه پورته کړي دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار وکړ چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی باید د محصولاتو د پلور لپاره د مناسبو بازارونو له رامنځته کولو سره مل وي او له سوداګرو او پانګه‌والو یې وغوښتل، چې د ننه په هېواد کې د کرنې، مالدارۍ او اړوندو صنایعو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د زمري له ۲۰مې تر ۲۵مې نېټې پورې ترسره شو چې پکې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو کرنیز، مالدارۍ او صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې شول او د اقتصادي فعالانو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او پانګونې لپاره لاره هواره شوه.


امضای ۷۴ تفاهم‌نامه به ارزش بیش از ۲۰۰ میلیون دالر در نمایشگاه زراعت و مالداری افغانستان
۲۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هم‌زمان با اختتام نمایشگاه بین الملی زراعت و مالداری افغانستان در کابل، خان‌محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری افغانستان، از امضای ۷۴ تفاهم‌نامه به ارزش بیش از ۲۰۰ میلیون دالر میان شرکت‌ها و سرمایه‌گذاران داخلی و خارجی خبر داد.
آقای فروتن گفت که در این نمایشگاه بیش از ۱۰۰ غرفه از سوی شرکت‌های داخلی و خارجی ایجاد شده بود و محصولات زراعتی، مالداری و صنعتی افغانستان و سایر کشورها به نمایش گذاشته شد.
در همین حال، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، گفت که در جریان برگزاری نمایشگاه، قراردادها و تفاهم‌نامه‌های متعددی میان شرکت‌های داخلی و خارجی به امضا رسیده است.
وی هدف از برگزاری این نمایشگاه را فراهم‌سازی زمینه برای بازاریابی و فروش محصولات داخلی عنوان کرد و افزود که افغانستان در بخش تولید گوشت مرغ و شماری از محصولات دیگر به سوی خودکفایی گام برداشته است.
معین زراعت و مالداری تأکید کرد که افزایش تولید داخلی باید با ایجاد بازارهای مناسب برای فروش محصولات همراه باشد و از تاجران و سرمایه‌گذاران خواست تا در بخش‌های مختلف زراعت، مالداری و صنایع مرتبط در داخل کشور سرمایه‌گذاری کنند.
نمایشگاه بین الملی زراعت و مالداری افغانستان از ۲۰ تا ۲۵ اسد در کابل برگزار شد و در آن محصولات زراعتی، مالداری و صنعتی شرکت‌های داخلی و خارجی به نمایش گذاشته شد و زمینه برای توسعه همکاری‌های تجاری و سرمایه‌گذاری میان فعالان اقتصادی فراهم گردید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت