د ننګرهار کرنیز امارتي شرکت مسوولینو د سپین خوړ د رسوباتو پاکولو بهیر وڅاره 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۱:۱۰
د ننګرهار کرنیز امارتي شرکت مسوولینو د سپین خوړ د رسوباتو پاکولو بهیر وڅاره 

۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د درېیم فارم شپږم بلاک اړوند ساحه کې د سپین خوړ د اوبو زیاتوالي او موسمي سېلابونو د تخریباتو د مخنیوي لپاره د رسوباتو پاکولو او محافظوي پولو د تړلو کارونه روان دي.
د دې بهیر د ارزونې په موخه، د درېیم فارم امر مولوي ګل محمد مطمین له ساحې څخه له نږدې لیدنه وکړه، ترڅو د رسوباتو پاکولو، اوبو ته د لارې برابرولو او محافظوي تدابیرو عملي تطبیق وڅاري.
د یاد اقدام په عملي کېدو سره به نه یوازې د سپین خوړ د اوبو بهیر ښه شي، بلکې د محافظوي پولو په تړلو سره به کرنیزې ځمکې د اوبو د زیاتوالي له ګواښ څخه هم خوندي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت