د کندهار دامان ولسوالی کې لسګونو مالدارانو ته کرنیز توکي او تخمونه ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۴۰
د کندهار دامان ولسوالی کې لسګونو مالدارانو ته کرنیز توکي او تخمونه ووېشل شول

۳۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري، د دامان په ولسوالی کې ۲۵ اړمنو بزګرانو ته د څارویو مناسبې او ښه تغذيې برابرولو په موخه د رشقې اصلاح شوې تخم، کیمیاوي توره او سپینه سره او کرنیز توکي ووېشل شول. 
د یادې مرستي د لا ښه عادلانه وېش او رڼتیا لپاره یوه اوونۍ وړاندې د کندهار د کرنې ریاست سره په همغږۍ او د دامان ولسوالی مسؤلینو په کډه ملتیا د مستحق کسانو نوم لیکنه ترسره شوه، چې اوس مهال هر مالدار ته شپږ قلمه توکې ووېشل شوه، چې پکې ۴ کیلو د رشقې اصلاح شوې تخم، ۵ کیلو توره او ۱۲ کیلو سپینه سره، یوه بیلچه، ښاخي او یوه لوحه شامل دي.
د دې مرستې څخه موخه د اصلاح شویو تخمونو دودول او اصلاح شوې تخمونو ته پراختیا ورکول، له کمې ځمکې څخه زیات حاصل لاسته راوړل، د مالدارانو لپاره اړینې چوپړتیاوې برابرول، د څارویو لپاره د ښه او مناسب تغذيه برابرول دي او د مالدارانو مالي ملاتړ دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بزګرانو او مالدارانو لپاره اړینې چوپړتیاوې برابرې کړي، چې په  همدې لړۍ کې یې یوه میاشت وړاندې هم د اروپایې ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري د چنجیو ضد ناروغیو پر وړاندې د ۳۰ زره څارویو درملنه کړې وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت