د کابل شکردرې ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۱:۸
د کابل شکردرې ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار هڅې

۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د شکردرې په ولسوالی کې د مېوو بڼونو د خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل کارولو چارې پیل کړي دي.
دشکر درې ولسوالی دکرنې ادارې چارواکي وایي، چې ددې ادارې دکرنیزو چارو کارکوونکو په دې ولسوالی کې د ډول ډول مېوو بڼونو خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل جوړونې او کارونې په موخه لسګونه بزګران روزلي او ترڅنګ یې د دوی د بڼونو ونو ته د لایم سلفر درمل کارونې چارې پیل کړي، چې ورسره تاکونه  له فنګسې ناروغیوڅخه خوندي کېږي.
تر دې وړاندې هم د کابل ولایت د استالف او یوشمېر نورو ولسوالیو بڼوالو ته ورته روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوې وه.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت د هېواد په کچه د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو د خوندیتوب په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې یې ونې او نیالګي له افتونو او ناروغیو خوندي کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کرنې وزیر د اندخوی ولسوالی په بابا علی مدرسه کې د فاضلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ 

۴ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د فاریاب ولایت د سفر پر مهال د اندخوۍ ولسوالی د بابا علی. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۳۵
Background image

پاکستان ته په غير قانوني ډول د څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۴ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ولايت د امنيتي ځواکونو په همکارۍ بهرامچې ولسوالی ته څېرمه  د۶۱ وزو د قاچاق مخه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۳۲
Background image

خوست کې په لومړي ځل د جوارو او سویابینو اصلاح شوي تخمونه تولید شو

۴ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست اړوند د څېړنو مدیریت له لورې په لومړي ځل په دې ولایت کې د جوار او. . .

بازگشت