هلمند کې لسګونه بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۱:۱۷
هلمند کې لسګونه بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په مالي همکارۍ، د ناوې ، مارجې او ګرمسېر ولسوالیو پر۶۵ بې وزلو او اړمنو کورنیو د شېدو ورکوونکو نسلي وزې او حیواني خوراکه ووېشل شوه. 
دیادې پروسې د پیل په مراسمو کې د هلمند کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او نورو مسؤلینو هم حضور درلود.
ښاغلي هدایت وویل، چې ددغو مرستو په لړ کې هرې مستحقې کورنۍ ته ٢ راسه د شیدو وزې، ١٠٠ کیلوګیرامه خوراکه او د اوبو او خوراک لوښې وېشل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چي د مستحقو کورنیو د تثبیت، انتخاب او توزیع چارې د ګډو کمیټو لخوا په شفاف ډول ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب پروژه رسماً پیل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د ګومل او جانیخیل په ولسوالیو کې د «هیلتو»موسسې له‌خوا، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ او د پکتیکا د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي ډاکټران، ډاکټر میرویس او ډاکټر محمد ایوب، د «اکشن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

سږ کال په هېواد کې له ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنو څخه ډېر غنم تولید شوي 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې له دې ډلې ۴.۱۳ میلیونه مټریک ټنه یې. . .

بازگشت