میدان وردګو ولایت کې بزګرانو ته د غنمو د زېرمه کولو او ساتنې خدمتونه وړاندې کېږي  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۷
میدان وردګو ولایت کې بزګرانو ته د غنمو د زېرمه کولو او ساتنې خدمتونه وړاندې کېږي  

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت اړوند د غله‌جاتو، حبوباتو، صنعتي او تیلي نباتاتو مدیریت تر چتر لاندې، د سټارز مؤسسې له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ هغو بزګرانو ته د تخنیکي روزنې او وسایلو وېش لړۍ روانه ده، چې مخکې ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي وو.  
په دې پروسه کې بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو د زېرمه کولو او ساتنې په موخه تخنیکي ټرینینګ او پلاستیکي کڅوړې او بوجۍ ورکول کېږي. تر دې دمه یاده چاره په درو حوزو کې بشپړه شوې او لا هم روانه ده.  
د یادونې وړ ده چې د دې برنامې موخه د اصلاح شویو غنمو د حاصل ښه مدیریت، ضایعاتو مخنیوی او د بزګرانو د کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب پروژه رسماً پیل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د ګومل او جانیخیل په ولسوالیو کې د «هیلتو»موسسې له‌خوا، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ او د پکتیکا د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي ډاکټران، ډاکټر میرویس او ډاکټر محمد ایوب، د «اکشن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

سږ کال په هېواد کې له ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنو څخه ډېر غنم تولید شوي 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې له دې ډلې ۴.۱۳ میلیونه مټریک ټنه یې. . .

بازگشت