یوشمېر هلمندي بزګران د سبو د بسته بندۍ او درجه بندۍ په برخه کې وروزل شول

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۵:۱۲
 یوشمېر هلمندي بزګران د سبو د بسته بندۍ او درجه بندۍ په برخه کې وروزل شول

۲۸ لړم ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مرسي کورپ بدیل معیشت پروګرام په همکارۍ ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او نهرسراج ولسوالیوکې ۱۰۰ بزګران د سبو د حاصلاتو راټولولو، بسته بندۍ او درجه بندۍ په برخه کې روزل شوي دي.
ددې پروګرام په ترڅ کې بزګرو ته هغه لارې چارې وښودل شوې، چې خپل سابه په سمه توګه راټول، درجه بندي او بسته بندي کړي او بیا یې بازار ته وړاندې کړي.
د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو کې بزګران وروزي ترڅو په دې ولایت کې دودیز کرکېله په پرمختتلي او عصري کرکېله بدل او د بزګرانو عواید ډېر شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۲
Background image

نورستان کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو او حبوباتو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۸
Background image

هلمند ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر؛ خانشین ښاروالۍ ته د زر جریبه ځمکې د لېږد بهیر پیل شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ښاري پراختیا او منظمې ابادۍ د بهیر د چټکتیا په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی هلمند ولایت ته سفر کړی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کنو پر ضد دوه ورځنی ستر ورکشاپ ترسره شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د کنو  پر وړاندې د مبارزې او د کانګو وینې بهوونکې تبې د مخنیوي په موخه دوه ورځنی. . .

بازگشت