هرات کې یو ۵۰۰ ټني سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
۲۷ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، په دې ولایت کې د کرنیزو توکو یوه معیاري سړه خونه چې د ۵۰۰ ټنه کرنیزو توکو د ساتنې وړتیا لري ګټې اخیستنې ته وسپارل.
دغه سړه خونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د سوداګریز بڼوالۍ او کرنیز بازارموندنې موسسې «CHAMP»او د امریکا متحده ایالاتو نړیوال پراختیایي ادارې «USAID»په همکارۍ یوې کورني پانګوال ته جوړه شوې ده.
په هغه غونډه کې، چې ددې سړې خونې د ګټې اخیستنې په موخه جوړه شوې وه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی له « زیارتجایي » خصوصي شرکت چې، ددې سړې خونې د جوړولو په پار د «سب سایډي» په ډول کار کړی او د سوداګریز بڼوالۍ او کرنیز بازارموندنې له موسسې نه مننه وکړه. هغه ددې موسسې کړنې ارزښتناکې وبلل.
ښاغلی درانی وویل: «د هېواد له ټولو پانګوالو غواړو چې په ملي پروسو کې د ونډې اخیستلو په پار دې ګام وچت کړي، نه یواځې خپل ځان ته بلکې ټولو هېوادوالو ته اساسي کارونه وکړي.»
په ورته وخت کې د زیارتجایي شرکت مرستیال عبدالله وهابزداه چې ددې سړې خونې مالکیت لري، ددې سړې خونې د اهمیت په هکله وویل: «دغه سړه خونه د تازه او وچو مېوو د ساتنې په برخه کې ډېر زیاد اهمیت لري، موږ کولای شو، چې له دې سړې خونې څخه د انګورو او نورو مېوو په ساتنه کې ګټه پورت کړو او ددې سړې خونې په جوړولو کې د کرنې وزارت له همکاریو مننه کوو.»
دغه سړه خونه د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده. ددې سړې خونې د جوړولو ۵۰ سلنه لګښت د پانګوال شرکت او ۵۰ سلنه نور یې د ««CHAMPموسسې په همکارۍ د کرنې وزارت له خوا ورکړل شوې ده.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت له خوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د دوولس ۵۰۰ ټني سړو خونو د جوړولو لومړني چارې بشپړ شوي دي او ټاکل شوې ده، چې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له خوایي د چارو عملي کولو لړۍ ډېر ژر پیل شي