د هلمند ګرشک کې د نیالګیو روزلو قوریې چارې وارزول شوې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۰:۲۱
د هلمند ګرشک کې د نیالګیو روزلو قوریې چارې وارزول شوې 

۴ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت کارکؤنکو په داسي حال کې، چي د یادې ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت مسؤلینو هم حضور درلود ددغه ولسوالی مرکزي قوریی له چارو  څخه لیدنه او ارزونه تر سره کړه.
د یاد سفر پر مهال د هلمند دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت کارکؤنکو د نیالګیو روزلو د قوریې چارې وارزولې او د وروستیو پرمختګونو په اړه یې د ځایي مسؤلینو د کړنو ستاینه وکړه او په یاده برخه کي د مسؤلینو غوښتنې، اړتیاوې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې ورکړه، چي دکرني ریاست مقام سره په همغږۍ به یې ستونزو ته پر وخت رسېدنه ووشي. 
دیادولو وړ ده، چي د هلمند دګرشک ولسوالی د نیالګیو روزنې قوریه کې زرګونه نیالګي تر روزنې  لاندې دي، چي راتلونکي  کال ته به بڼوالو او ځمکوالو ته ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت