د کندهار پنجوايي  کې زرګونو څارويو ته د طاعون واکسین تطبیق وشو  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۹:۴۳
د کندهار پنجوايي  کې زرګونو څارويو ته د طاعون واکسین تطبیق وشو  

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ، د پنجوايي ولسوالۍ نهه زره کوچنیو څارویو ته د طاعون ناروغیو د مخنیوي واکسین تطبیق شو. دا لړۍ د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې او د پنجوایي ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په تطبیقي همکاري ترسره شوه.
د دې واکسین تطبیق موخه د مالدارانو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور وده او پراختیا، د څارویو محصولاتو زیاتوالی، د څارویو روغتیا ته پاملرنه او مسلکي کسانو ته کاري فرصتونه برابرول دي.  
د پنجوایي ولسوالۍ مالدارانو د دې همکارۍ هرکلی کړی او د کرنې ریاست او اروپایي ټولنې د هڅو څخه یې خوښي څرګنده کړې. 
د مالدارۍ سکتور روغتیا ته ځانګړې پاملرنه د څارویو د ناروغیو مخنیوي او د محصولاتو د ښه‌والي لپاره اړینه ده. د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې د کندهار غورک، پنجوايي او ارغستان ولسوالیو کې هم زرګونو کوچنیو څارویو ته ورته واکسین تطبیق شوی و.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت