په کندهار کې د ګني نبات کرنې پیل او د کوکنارو غوره بدیل 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۵:۱۵
په کندهار کې د ګني نبات کرنې پیل او د کوکنارو غوره بدیل 

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د ګني نبات کرنه پیل کړې، چې د مسؤلینو په وینا، د کوکنارو لپاره غوره بدیل ګڼل کېږي.
د کرنیزو چارو د ترویج استازي څرګندوي چې د کندهار د اقلیم او خاوري سره د ګني نبات توافق ډېر ښه دی. د لومړي ځل لپاره د دې نبات کرنه د کندهار د دامان ولسوالۍ په ۹ جریبه ځمکه کې ترسره شوې، او د دې حاصلاتو ابتدایي ارزونې ښيي چې کندهار د ګني لپاره په افغانستان کې غوره سیمه ده.  
د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په کچه د کوکنارو کرنه منع کړې، چې له امله یې د کندهار کرنې ریاست د کروندګرو لپاره د بدیل او اقتصادي نباتاتو په لټه کې دی. د ګني کرنه یو له هغو هڅو څخه ده، چې کروندګرو ته د کوکنارو پر ځای یو ارزښتناک بدیل برابروي.  
د کرنیزو چارو استازي زیاتوي چې ګني په دې سیمه کې نه یوازې ښه وده کوي بلکې د کروندګرو لپاره به د عاید مهمه سرچینه هم وګرځي. دغه ابتکار په دې موخه ترسره شوی چې د کندهار کروندګر په قانوني او ګټورو کرنیزو فعالیتونو بوخت کړي.  
د ګني کرنه د کندهار په کرنیز سکتور کې یو نوی او اغېزمن ګام بلل کېږي، چې د سیمې کروندګرو ته به اقتصادي ګټه ورسوي او د کوکنارو د کرنې د مخنیوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت