د خوست ولایت په صبریو او یعقوبیو کې د اوبو ذخیرې او کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۴:۳۲
د خوست ولایت په صبریو او یعقوبیو کې د اوبو ذخیرې او کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت صبریو او یعقوبیو ولسوالیو اړوند د آبادخانې کلي د اوبو ذخیره او کانال پروژه د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دا پروژه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د پاملرنې مووسسې د "ابادۍ ۲" پروژې له لارې پلې شوې، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام کاوه.  
د دې پروژې په ترڅ کې د اوبو یوه ذخیره چې د ۲۰ متره اوږدوالي او ۲۰ متره پلنوالي په لرلو سره د ۵۲۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، جوړه شوې ده او همدارنګه، یو ۴۰ متره اوږد کانال چې د ذخیرې د اوبو انتقال چارې ترسره کوي، جوړ شوی دی. یاده پروژه د آبادخانې کلي د ۳زره جریبه کرنیزې ځمکې خړوبولو لپاره ډېره مهمه بلل کېږي.  
د دې پروژې په بشپړېدو سره به په کال کې ۸۰زره متر مکعبه اوبه کنټرول او مدیریت شي، چې د اوبو مدیریت او د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره حیاتي ګام دی. د پروژې د تطبیق لپاره ۶۶ کاریګرو کار کړی، چې له ډلې یې ۶۰ غیر ماهر او ۶ ماهر کاریګر وو. د کاریګرو لپاره ټولټال ۸۱۲زره او ۷۰۰ افغانۍ مزد ورکړل شوی دی.  
د پروژې د پرانیستې مراسم د آبادخانې کلي په سیمه کې ترسره شول، چې پکې د کرنې او اقتصاد ریاستونو استازو، د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو مسوولینو، قومي مشرانو، او ځوانانو ګډون وکړ.  
په مراسمو کې د کرنې ریاست سرپرست مولوي اظهارالدین ابوناصر د دې پروژې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او پاملرنې موسسې ته یې د راتلونکو همکاریو ډاډ ورکړ. د اقتصاد ریاست استازي او ورپسې قومي مشر نبي ګل حاجي هم د پروژې ستاینه وکړه او له حکومت او مرستندویو مووسسو څخه یې د نورو ورته پروژو غوښتنه وکړه.  
د غونډې په وروستیو کې دولتي مسوولینو، قومي مشرانو، او د سیمې خلکو د پروژې څخه لیدنه وکړه، ترسره شوی کار یې وستایه، او د نورو ورته پروژو غوښتنه یې وکړه. مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۶:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست له خوا د پوهنې وزارت ته ځمکه انتقالېږي 

۱۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست له خواه د پوهنې وزارت ته د ۴۹جريبه ځمکې لېږد تړون لاسليک شو.
یاده ځمکه د کرنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۶:۱۳
Background image

ننګرهار کې د اصلاح شوي نسلي غواګانو دثبت پروسه پیل شوه

۱۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د لرسپین غر خصوصي شرکت له لورې د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د غواګانو اصلاح. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزیر له ایراني سوداګرو سره وکتل

۱۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د افغانستان او ایران د ګډ کنسرسیوم له یو شمېر چارواکو سره، چې د دواوړو هېوادونو. . .

بازگشت