هلمند کې د الویرا طبي بوټي کرکېله ښه پایله ورکړې
۲۳ لړم ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا دلومړي ځل لپاره ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په یوه شنه خونه کې د الویرا ۱۳۸ بوټي کرل شوې وې، چې پایله یې ډېره ښه او اوس له همدغو بوټو څخه ۲۴۸ بیخ چیشونه په لاس راغلي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وایي، د الویرا بوټي ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د الویرا کرکیله ترویج کړي چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
الویرا یو طبي بوټی دی، چې د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کیږي.
د هلمند دکرنې رییس وایي د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د الویرا ترڅنګ ګڼ شمېر نور ارزښت لرونکي بوټې هم په دې ولایت کې ترویج کړي ترڅو د کوکنارو د کرکيلې مخه ونیول شي.