زابل کې د بڼونو خوندیتوب په پارهڅې؛ سلګونه بڼونه خوندي شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۹:۳۷
زابل کې د بڼونو خوندیتوب په پارهڅې؛ سلګونه بڼونه خوندي شول

۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړند د بوټو ساتنې مدیریت له لورې ددې ولایت د شاه جوی او ارغنداب ولسوالۍ د ونو او بڼونو خوندیتوب په پار پرزرګونو ونو د یوریا سپرې محلول شیندلي دي.
دغه اقدام د کرنې وزارت د نباتاتو د ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د کرنې ریاست په لارښوونه سره په یادو ولسوالیو کې ترسره شو.
د دې کمپاین په جریان کې، د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت تخنیکي کارکونکي د یادو ولسوالیو د کروندګرو او بڼوالو سره کار کوي ترڅو د نبات د ودې په موسم کې د حشراتو لاروا او د ناروغیو، د هګیو له مینځه وړلو سره د آفتونو خپرېدل کم کړي. په دې پروګرام کې د نوموړی ولسوالی ډېری کلی شامل دی.
د مني په موسم کې د میخانیکي کمپاین پلي کول د نبات د آفتونو د کمولو، د چاپېریال ساتنې او د لوړ کیفیت مېوو او سبو تولید لپاره یو له اغیزمنو میتودونو څخه دی. دا طریقه د کیمیاوی درملو مصرف کمولو کې هم مرسته کوی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت