د کندهار خاکریز کې د اوبو زېرمه کولو حوض جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۵:۱۳
د کندهار خاکریز کې د اوبو زېرمه کولو حوض جوړېږي

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولاویت د خاکریز ولسوالی د سنځلې کاریز په سیمه کې د څارویو او کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو ذخیره کولو یو حوض جوړېږي. د دې حوض تخنیکي سروې د طبیعي سرچینو آمریت د انجنیرانو له‌ لوري بشپړه شوه.
یاد حوض به د اوو زرو امریکایي ډالرو په ارزښت په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې د یاد حوض اوږدوالی ۲۰ متره، پلنوالی ۲۰ متره، او لوړوالی یې ۲ متره دی، چې د جوړېدو چارې به یې د روانې اوونۍ په ترڅ کې پیل او په شاوخوا یوه میاشت کې به بشپړې او ګټي اخیستني ته به وسپارل شي. د یاد حوض د ودانیزو چارو په لړ کې به ۵ فني او ۱۰ غیر فني کسانو ته د کار زمینه هم برابر شي.
د حوض له جوړېدو سره به د خاکرېز ولسوالی د سنځلې سیمې د اوسېدونکو د څارویو او کرنیزو ځمکو د اوبو ستونزې حل شي. د حوض ۳۰ سلنه اوبه به د کرنې او ۷۰ سلنه به د مالدارۍ لپاره وکارول شي.
د دې ترڅنګ، د خاکرېز ولسوالی بزګران او مالداران د حوض له جوړېدو خوښ دي او د کرنې ریاست او هالنډ کمیټې د دې نوښت ستاینه کوي. دوی غوښتنه کوي، چې دې ته ورته نورې همکارۍ هم زیاتې شي.
باید وویل شي، چې د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ به په درېیو نورو ولسوالیو کې هم ورته حوضونه جوړ شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت