د کابل خاکجبار کې د بڼونو خوندیتوب په پارهڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۹:۴۹
د کابل خاکجبار کې د بڼونو خوندیتوب په پارهڅې

د کابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړند د بوټو ساتنې مدیریت له لورې ددې ولایت د خاکجبار د ونو او بڼونو خوندیتوب په پار پرزرګونو ونو د یوریا سپرې محلول شیندلي دي
دغه اقدام د کرنې وزارت د نباتاتو د ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د کرنې ریاست په لارښوونه سره په دې ولسوالی کې ترسره شو.
د دې کمپاین په جریان کې، د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت تخنیکي کارکونکي ددې ولسوالی د کروندګرو او بڼوالو سره کار کوي ترڅو د نبات د ودې په موسم کې د حشراتو لاروا او د ناروغیو، د هګیو له مینځه وړلو سره د آفتونو خپرېدل کم کړي. په دې پروګرام کې د نوموړی ولسوالی ډېری کلی شامل دی.
د مني په موسم کې د میخانیکي کمپاین پلي کول د نبات د آفتونو د کمولو، د چاپېریال ساتنې او د لوړ کیفیت مېوو او سبو تولید لپاره یو له اغیزمنو میتودونو څخه دی. دا طریقه د کیمیاوی درملو مصرف کمولو کې هم مرسته کوی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

غزني کې ۸۴ بزګرانو ته د انجې نیالګي او کرنیز وسایل ووېشل شول

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت په مالي مرسته، د دغه ولایت د اندړ، ګیلان، مقر، ناوه او خواجه عمري ولسوالیو ۸۴. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۳
Background image

کندهار کې نږدې ۱۳۰ زره څاروي د ریخک او پروتوزوایي ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په نتیجه کې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په. . .

بازگشت