دهلمند ولایت بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تخمونو ازمايښتي کرنه پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۳۱
دهلمند ولایت بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تخمونو ازمايښتي کرنه پیل شوه

۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سوېل لویدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو آمریت له لوري د بولان څېړنیز فارم کې د غنمو ٦١٢ نمونې د تحقیق او څېړنو په موخه کرلکېږي.
پر دغو غنمو د لابراتوار مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د ننداریزو قطعاتو په توګه څېړنې ترسره کېږي، تر څو د غنمو د ښو او د لوړو حاصلاتو لرونکو ډولونو تشخیص پکې ترسره شي.
په همدې توګه د سوېل لویدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو آمریت هڅه کوي، ترڅو هغو تخمونو ته د کرلو جواز ورکړي، چې لوړ حاصل ورکوي او د ناروغیو په مقابل کې مقاومت ولري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت