کندهار کې ۲۰ عصري ممیزخونې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۵:۲۰
 کندهار کې ۲۰ عصري ممیزخونې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۳۹۸
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کډوالو د نړیوالې ادارې (IOM) په همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې انګور بڼوالو لپاره ۲۰ ممیز خونې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ددغو ممیزخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۳۰ زره امریکایي ډالره ده.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې کندهار هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړې شوي دي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
کندهار څخه هر کال نورو ولایتونو ته زرګونه ټنه انګور لېږل کیږي او کله نا کله د بڼوالو انګور په ډېره ټېټه بیه پلورل کیږي، دې ته په کتو د عصري ممیز خونو جوړول کولای شي، چې بڼوالو سره مرسته وکړي ترڅو په ښه او عصري بڼه یې انګور په ممیزو بدل شي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي. د چارواکو په خبره د عصري ممیزخونو په جوړولو سره د بڼوالو عواید ۳۳ سلنه زیاتیږي.
کندهاري بڼوال وایي کوم ممیز چې، دوی یې په عصري ممیزخونو کې تولیدوی په بازارونو کې یې بیې تر دودیزو هغو چې، دویي په دودیزه بڼه تولیدوی دوه چنده ده.
عصري ممیز خونې د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوی، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې، په دودیزه بڼه تولیدیږې څوچنده ښه کیفیت لري.
باید وویل شي، چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې په هېواد کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو اقتصادي ودې او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار د کرنې وزارت له خوا سلګونه معیاري او اسټنډرډ ممیزخونې جوړې شوي دي او په راتلونکې کې به دې ته ورته نور ممیزخونې هم جوړ شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې. . .

بازگشت