کندهار کې د څارویو سرشمېرنې په اړه د د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره ناسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۱۸
کندهار کې د څارویو سرشمېرنې په اړه د د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره ناسته وشوه

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت سرپرست مولوي عبدالغني عفان په مشرۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف اې او) استازو سره د څارویو سرشمېرنې او اړوندې همغږۍ په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د مالدارۍ آمریت مسؤلینو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو ګډون درلود. د ناستې پر مهال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسؤلینو د څارویو سرشمېرنې، واکسین تطبیق، او نورو اړوندو برخو کې د کندهار کرنې ریاست له لوري د شوو همکاریو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې دغه همکارۍ به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو د څارویو د سرشمېرنې او واکسین کمپاینونو په اغېزمن تطبیق کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. چې د مالدارۍ آمریت سرپرست مولوي عبدالغني عفان د څارویو سرشمېرنې او واکسین پروسو د بریالي تطبیق ډاډ ورکړ. نوموړي د مالدارانو لپاره په واکسین او نورو برخو کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه، څو د مالدارۍ سکتور وده وکړي او د مالدارانو اقتصادي حالت ښه شي.  
یاده ناسته د دواړو لوریو ترمنځ د اړینو پرېکړو او سپارښتنو په شریکولو سره پای ته ورسېده. تمه ده چې په راتلونکو پروژو کې د مالدارانو اړتیاوې لا زیاتې پوره شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

کرنې وزارت کې د قدرتي سرچینو دعوایدو د تظیم په پار غونډه دایره شوه


۲۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان د قدرتي سرچینو د عوایدو د تنظیم غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخوند «حاجي سالم». . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د مدیریت اړوند درې ورځنی رونیز پروګرام پیل شو

۲۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د یاد وزارت یو شمېر کارکوونکو لپاره د مدیریت اړوند درې ورځنی روزنیز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په پکتیکا کې له کرنیزو او پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړه 

۲۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې له یو. . .

بازگشت