کونړ ته د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۴:۷
کونړ ته د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال سفر

۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د یوې پلاوي په ملتیا کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي مولوي قدرت‌الله ابوحمزه سره وکتل.
په دې لیدنه کې، پر مهمو موضوعاتو له ډلې د ځنګلونو ساتنه، د ویجاړ شویو ځنګلونو بیا رغونه، او د هغوی د غیرقانوني پرې کولو مخنیوی په اړه خبرې اترې وشوې.
دا سفر د کرنې وزارت د هغو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي سرچینو ساتنه او مدیریت ده.

سفر معین آبیاری و منابع طبیعی به ولایت کنر
۱۱ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، همراه با هیئتی به ولایت کنر سفر کرده و با مولوی قدرت‌الله ابوحمزه والی این ولایت، دیدار کرد.
در این دیدار، موضوعات مهمی چون حفاظت از جنگلات، احیای جنگلات تخریب‌شده، و جلوگیری از قطع آن‌ها مورد بحث و بررسی قرار گرفت.
این سفر بخشی از تلاش‌های وزارت زراعت برای تقویت برنامه‌های حفاظتی و مدیریت منابع طبیعی در ولایت‌های مختلف کشور است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۲
Background image

کندهار کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ سوه ټنه د چرګانو دانه توليدېږي

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دغه ولایت کې اوس‌مهال د چرګانو د دانې تولید نهه کارخونې فعالیت لري، چې په مرسته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۳:۲۸
Background image

کندهار کې د څه باندې ۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۴ چکډېمونه او د اوبو زېرمه کولو سلګونه کندې جوړې شوې

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تخنیکي همکارۍ او څارنې په پایله کې، د روان ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې د کندهار په ۱۳. . .

بازگشت