د پرمختللي بڼوالۍ په پار نوي څېړنې

mail-admin

بزګر اوونيزه
د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې نوي څېړنې او په دغو برخو کې نوي لارې چارې او اسانتیا پیداکول که له یوې خوا د محصولاتو کچه زیاتوی بلخوا د هېواد اقتصادي ودې ته هم لار هواروی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د نورو کرنیزو برخو ترڅنګ په هېواد کې د بڼوالۍ پراختیا او په دې برخه کې د څېړنو او نوي لارو چارو د پېژندلو په پار هم مهم ګامونه اخیستي دي.
په دغو اغېزناکو او مهمو چارو کې، چې دکرنې وزارت له خوا په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار تر سره شوي دي یو هم په کندهار ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا څېړنیز ( PHDC )مرکز جوړول دی.
د کندهار د بڼوالۍ د پراختیا څېړنیز مرکز ( PHDC ) ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی ریاست اړونده د کوهکران په څېړنیز فارم کې شتون لري.
په دې څېړنیز مرکز کې دکندهار دکرنې ریاست د متخصصینو او مسلکي کارکوونکو له خوا دمېوو پر ونو او تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې په دې څېړنېز مرکز کې د کندهار او شاوخوا سیمو اقلیمي حالاتو ته په کتو د مناسبې ودې درلودونکو مېوو ملي کلکسیونونه او ننداریز بڼونه جوړ شوي دي. د ښاغلي سیدي په خبره په دې څېړنیز مرکز کې د انارو، انځر، لوکاټ، انګور، شفتالو، الو، زردالو او بادامو ننداریزې قطعې موجودې دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې ملي کلکسیون په یوه بڼ کې د مېوو بېلابېل ډولونو یا ورایټیو مجموعي او یا ټولیز بڼ څخه عبارت دی. د بېلګې په توګه د انارو په ملي کلکسیون کې د انارو بېلابېل ډولونه لکه: «سره انار، سپین انار، کندهاري انار، بې دانې انار، پنډ پوستی انار، نازک پوستی انار، تروش انار او داسې نور»، چې د هېواد د ټولو هغو سیمو څخه چې د انارو د تولید لپاره یې اقلیم مناسب دي راټول کړي دي.
ښاغلي سیدي د انارو ملي کلکسیون « Pomegranate National collection» په هکله وویل، چې د انارو ملي کلکسیون له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ زېږدیز کلونو پورې احداث شوې، چې په کې د انارو ۷۹ ورایټۍ یا ډولونه شامل دي، چې له دې ډلې څخه یې ۵۹ ډولونه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي انار او ۲۰ ډوله نور یې له بهره وارد شوي د انارو ډولونه دي.
تېره اوونۍ د کندهار دکرنې ریاست په انګړ کې د انارو د هغه ډولونو چې د امریکا د کالفورنیا پوهنتون څخه راوړل شوي دي او د کندهار د کوهکران نباتي څیړنو په څیړنیز فارم کېورباندې څو کاله څېړنې او ارزونې ترسره شوې وه یو نندارتون په لاره واچول شوه.

په دې نندارتون کې د انارو هغه ډولونه چې د کوهکران د څېړنیز فارم د انارو په ملي کلکسیون کې شامل دي نندارې ته وړاندې وشوي ول، چې په کې نرم زړي لرونکي انار چې، په ساده اصطلاح کې ورته بېدانه وایي او نیمه سخت دانه لرونکي ډولونه لکه «سمبارسکي 7178، اریانا 7176، ونډرفول 7163، کرنبیري 7173، پرپل هرټ 7166، میدیوي وهشا 7175، سرینیوي 7181، اندالیب 7180 او ماي 7164» شامل وو نندارې ته وړاندې شوې ول.

د کندهار د کرنې رییس وویل، چې یاد ډولونه د هغو ۲۰ وارد شویو ډولونو له ډلې څخه دي، چې د انارو په ملي کلکسیون کې شامل دي او ښه پایله یې ورکړي دي او په دې څېړنیز فارم کې د غوره ډولونو په ډله کې ثبت شوي دي. باید وویل شي، چې د حاصل وختي پخېدل، ډېر حاصل ورکول، ډېرې نرمې او یا نیمه نرمې دانې درلودل، زیات جوس، سرې دانې او پوستکي درلول، پنډ پوستکي درلودل او ښه خوند ددې ډولونو د ښو ځانګیړنو څخه دي، چی په نوموړي نندارتون کی د ګډون والو بڼوالو او د مېوو سوداګرو له خوا وستایل شول.

د کندهار د کرنې رییس وایي، چې په دې وروستیو کلونو کې د انارو د یادو ډولونو نیالګي د تولیدوونکو ټولنو له خوا تولیدیږي او د بڼوالو په واک کې ورکول کیږي، د هغه په خبره له دغو نیالګیو څخه برخمن شوي بڼوال د خپلو بڼونو د انارو له حاصلات خوښ دي ځکه ښه مارکېټ لري.

د کندهار د کرنې ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو او بڼوالو اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک ګامونه اخیستي دي، چې عمده اغېزې یې د بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو ارزښت لوړول دي.