ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې لپاره قومي شوراګانې جوړېږي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۲۳
ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې لپاره قومي شوراګانې جوړېږي 

۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د ولایت مقام په لارښوونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې کميټه، چې د ننګرهار ولایت استازی، علماؤ شورا، امنې قوماندانۍ او استخباراتو رياست مسئولين يې غړيتوب لري جوړه شوه. دغه کميټه به يولس ولسواليو سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مخورو سره د ځنګلونو ساتنې او قومي شوراګانو جوړولو لپاره سلا مشورې وکړي. 
دغه راز به یاده کمیټه په راتلونکی کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو قومي شوراګانو څخه راپور راټول او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره شریک کړي.
دا اقدام وروسته له هغې تر سره شو، چې تېره ورځ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ ګډ پلاوي دې ولايت ته د سفر پر مهال د ځنګلونو ساتنې په موخه د قومي شوراګانو جوړولو کې له ولايت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل. . .

بازگشت