د ننګرهار بټي کوټ کې د درېیو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۹:۵۳
د ننګرهار بټي کوټ کې د درېیو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو ادارې له لورې د بټي کوټ ولسوالی د چهاردي، اسد خېل او تکیه کلیو کې د درېیو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل په یادو کانالونو کې چې ۲۶  کیلو متره اوږدوالي لري د پاک کارۍ چارې پیل شوي، چې سلګونه هېوادوالو ته پکي د کار زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي محسن زیاته کړه د درې واړو کانالونو لاندې ۱۳ زره او ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه پرته ده، چې په پاک کارۍ سره به یې یاد ځمکو ته په کافي اندازه اوبه ورسېږي.
دیادو کانالونو په پاک کارۍ سره به کرنیز محصولات زیات، کورنۍ پرځان بسیا او د خوړو خوندیتوب به رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت