د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پلټنې ادارې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۹:۴۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پلټنې ادارې له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د  پلټنې ادارې له یو شمېر رییسانو او چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي صدر اعظم عثماني د پلټنې ادارې له کړنو څخه قدرداني وکړه او د اسلامي امارت د نظام پياوړتيا او په اخلاص سره يې خدمت کول د هر وګړي دنده وبلله. هغه ټینګار وکړ چې بریالۍ اداره هغه اداره ده، چې هر څوک په یوه لوري کار وکړي او کارونه په سمه او شفافه توګه ترسره شي.
همدارنګه د پلټنې ادارې چارواکو د خپلې ادارې د کارونو موثریت او ګټورتیا اشاره وکړه او د اړتیاوو د ارزونې په برخه کې د نیمګړتیاوو، د اټکل شوي بیې،  د ځینو کارکوونکو د «ان،ټي،اې» د معاشونو طرزالعمل او د پروژو د ستونزو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسئولان اداره تفتیش
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کارش با شماری از رئیسان و مسئولان ریاست تفتیش دیدار کرد.
در این دیدار، مولوی صدر اعظم عثمانی از کارکردهای اداره تفتیش قدردانی نموده و تقویت نظام امارت اسلامی و خدمت با اخلاص را وظیفه هر شهروند خواند. او تأکید کرد که یک اداره موفق آن است که همه در یک جهت کار کنند و امور به صورت درست و شفاف انجام شود.
همچنین، مسئولان اداره تفتیش به مؤثریت و مفیدیت کارهای بخش خود اشاره کردند و پیرامون نواقص در نیازسنجی‌ها، قیمت تخمینی واقعی بیانه، طرزالعمل معاش برخی کارمندان ان‌تی‌ای و مشکلات پروژه‌ها بحث و تبادل نظر نمودند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت