د ننګرهار پوهنتون استادانو د کرنې رییس سره د څېړنو ترسره کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۶
د ننګرهار پوهنتون استادانو د کرنې رییس سره د څېړنو ترسره کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه

۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځۍ استادانو سره په ننګرهار کې دماسترۍ برناکې زده کړیالانو د څېړنو ترسره کولو او ښې همغږۍ په موخه وکتل.
د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوي نورعلي نور د کرنې ریاست سره په همغږۍ دمعلوموتو او اړتیا پر بنآ د څېړنو ترسره کولو، مشورو او  دهر امریت مشخصو موضوعاتو باندې د څېړنو ترسره کولو کې دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن راغلو استادانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مختلفو  څېړنو ترسره کولو خوښي وښوده او په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
دیادولو ده، چې اوسمهال د ننګرهار د کرنې ریاست په څېړنیز فارم کې د ننګرهار پوهنتون د ماستري برنامې زده کړیالانو په مختلفو برخو کې ۲۲ څیړنې روانې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت