د فراه  پشت رود کې پر سلګونو بزګرانو د عضوي سرې وېش لړی پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۵
د فراه  پشت رود کې پر سلګونو بزګرانو د عضوي سرې وېش لړی پیل شوه

۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،آر،ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت پشت د رود په ولسوالی کې ۱۶۰۰ بزګرانوته عضوي سره وېشل کېږي.
ددې لړۍ په ترڅ کې هر بزګرته ۱۶۰ کیلوګرامه عضوي سره ورکول کېږي، ترڅو په کارونې سره یې له خپلو ځمکو څخه غوره حاصلات ترلاسه کړي.
باید وویل شي، چې موده مخکې یادو بزګرانوته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي توره سره هم وېشل شوې وه.               د دغو  مرستو موخه په دي ولایت کې د اصلاح شوی تخمونو  دودول، د بزګرانو لاسنیوی او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو تر لاسه کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت