د کندهار ارغنداب کې پر زر تنه بزګرانو سلګونه کیلوګرامه عضوي سره ووېشل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۰:۳۴
د کندهار ارغنداب کې پر زر تنه بزګرانو سلګونه کیلوګرامه عضوي سره ووېشل شوه

د کندهارد  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو بشري مرستو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ او د اکټیډ مووسسې په تخنیکي همکارۍ، ارغنداب ولسوالۍ کې زر بزګرانو ته (۱۶۲) کیلوګرامه عضوي سره ووېشله. د دې مرستې څخه مخکې د ولسوال، استخباراتو، قومندانۍ، کرنې او مالدارۍ استازو او د اکټیډ سازمان له‌خوا یوه رڼه سروې ترسره شوې وه.
د دې مرستې موخه هغو بزګرانو ملاتړ کول وو، چې د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې پېرلو توان نه لري، ترڅو د هغوی کرنیزې ځمکې حاصلخیزه شي، خاوره اصلاح شي او د کمو ځمکو څخه زیات حاصل ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده، چې درې میاشتې وړاندې هم په ارغنداب کې د ملګرو ملتونو سازمان او اکټیډ موسسې په همکارۍ پر زر بزګرانو د مۍو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت