پکتیکا ولایت ته د کرنې وزیر سفر
۳۰ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د پکتیکا له والي مولوي عبدالخالق عابد، مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، امنیه قومندان شیخ حلیمي شریفي او د استخباراتو رییس مولوی مستقیم سره د کتنې په ترڅ کې د ځنګلونو د خوندیتوب ترڅنګ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم او مولوي باز محمد فیضان هم حضور درلود.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري وویل، د نړۍ په هر ګوټ کې ځنګلونه ځانګړی اهمیت لري او په نورو هېوادونو کې هم د ځنګلونو د زیاتوالي او پراختیا په پار هڅې روانې دي. په داسې حال کې، چې افغانستان یوازې دوه سلنه ځنګلونه لري، خو دغه ځنګلونه هم د پرېکېدو په حال کې دي. هغه ټینګار وکړ چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره باید په ګډه کار وکړو، ترڅو ځنګلونه خوندي کړو. هغه وړانديز وکړ، چې د ځنګلونو د ښې ساتنې لپاره دې د ځنګلونو د ساتنې شورا او د قومونو شورا جوړه شي او د هغو کسانو د معاش په ټاکلو سلا مشورې وشي، چې د ځنګلونو په ساتنه کې ونډه لري. دغه راز د مچیو روزنې، کب روزنې، مالدارۍ او چرګانو روزنې په برخه کې هم مرستې په پام کې نیول کېږي.
په دې کتنه کې د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد د خلکو وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د دې ولایت خلک په بې وزلۍ او غربت کې ژوند کوي. هغه له مؤسسو څخه وغوښتل، چې له خلکو سره مرستې وکړي او د ځنګل وهونکو پر وړاندې پرېکنده اقدام وشي. همدارنګه یې د ځنګلونو د ساتنې لپاره د خلکو پر ګمارلو او عامه پوهاوی ټینګار وکړ.
د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت هم په دې ناسته کې شنې قطعې لپاره د مالي امکاناتو غوښتنه وکړه. هغه غوښتنه وکړه، چې د دې قطعې لپاره دې نور وسایط، سون توکي او انساني ځواک ورکړل شي او د ځنګلونو د ساتنې د کارکوونکو ملاتړ دې وشي. هغه د ځنګلونو د ساتنې په اړه خلکو سره د خبرو اترو اهمیت ته هم اشاره وکړ.
سفر وزیر زراعت به ولایت پکتیکا
۳۰ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری همراه با هیئت همراهش در جریان سفری به ولایت پکتیکا با مولوی عبدالخالق عابد والی پکتیکا، مولوی مخدوم عبدالسلام سعادت معاون والی، شیخ حلیمی شریفی قوماندان امنیه و مولوی مستقیم رئیس استخبارات دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت امور داخله و مولوی بازمحمد فیضان نیز حضور داشتند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار اظهار داشت که جنگل در هر جای دنیا از اهمیت خاصی برخوردار است و در کشورهای دیگر تلاش میشود که جنگلات افزایش یابد. در حالی که افغانستان تنها ۲ درصد جنگل دارد و همین مقدار نیز در حال قطع شدن است. او تاکید کرد که باید بهطور هماهنگ کار کنیم تا از جنگلات حفاظت کنیم. وی پیشنهاد کرد که برای حفاظت بهتر جنگلات، شورای حفاظت از جنگلات و شورای قومی حفاظت ایجاد شود و در مورد تعین معاش برای افرادی که در حفاظت از جنگلات سهم دارند، مشورت شود. همچنین به بخشهای زنبورداری، ماهیپروری، مالداری و مرغداری کمکهایی در نظر گرفته خواهد شد.
در ادامه، مولوی عبدالخالق عابد والی پکتیکا به وضعیت مردم اشاره کرده و گفت که مردم این ولایت در شرایط غربت و فقر به سر میبرند. او از موسسات خواست تا به مردم کمک کنند و برخورد قاطعانهای در برابر قطعکنندگان جنگل صورت گیرد. همچنین، بر استخدام افراد برای حفاظت از جنگلات و آگاهیدهی به مردم تاکید کرد تا از جنگلها حفاظت کنند.
مولوی مخدوم عبدالسلام سعادت معاون والی پکتیکا نیز در این نشست خواستار امکانات مالی برای قطعه سبز شد. وی درخواست کرد که برای این قطعه وسایط، مواد سوخت و نیروی انسانی بیشتری فراهم شود و از کارمندان حفاظت از جنگلات حمایت صورت گیرد. او همچنین به اهمیت گفتگو با مردم در مورد حفاظت از جنگلات اشاره کرد.