ننګرهار کې د غنمو ۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۲:۱۷
ننګرهار کې د غنمو ۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز په ګډون په اتو ولسوالیو کې د غنمو ۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي. 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې څخه د ننګرهار بټي کوټ، چپر هار، کامه، رودات، مومندرې، هسکه مېنه، مرکز، شینوارو او کوټ ولسوالیو کې ۲۰ تنو بزګرانو ته د غنمو کتاري کرنې ترویج او ډېر حاصل ترلاسه کولو په موخه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د ځمکي قلبي لپاره نغدې پیسي ورکړل شوي.
ښاغلي محسن وویل هر بزګر ته ۲۵ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره،  ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره او ۱۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوي.
نوموړې وویل د یادو ننداریزو قطعاتو د ورکړې موخه داصلاح شوي تخمونو ترویج، له کمې ځمکې څخه ډېر حاصل ترلاسه کول او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز وویل، چې یادو بزګرانو ته د غنمو کرنې، اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول، حاصل ټولولو او نورو اړونده برخو کې به روزنه هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت