لغمان کی بزګرانو ته د غلو او حبوباتو د کرنې ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۴۶
لغمان کی بزګرانو ته د غلو او حبوباتو د کرنې ماشینونه ووېشل شول

٢١ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٩ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د افغانستان د ارزښت د ځنځیرونو پروګرام له لارې ۲۵ بزګرانو ته د غلو او حبوباتو د تخمونو کرلو ماشینونه ووېشل.
په دې مراسمو کې، د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد او د یادې مؤسسې استازو په لاسونو مستحقو بزګرانو ته یاد ماشینونه ووېشل شول. مولوي عبدالستار محمد په خپلو خبرو کې بزګرانو ته د تخمونو د کتاري کښت ګټې تشریح کړې او هغوی یې د دې میتود څخه د استفادې لپاره وهڅول. هغه بزګرانو ته وړاندیز وکړ چې په راتلونکي کې د لوبیا، سویابین، غنم او جوارو کرنه په خپلو کروندو کې د دې ماشینونو په مرسته ترسره کړي.
ښاغلي محمد زیاته کړه چې د کرنې د میکانیزه کولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار، هڅه کوي چې دې ته ورته نور وسایل او ماشینونه هم بزګرانو ته برابر کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت