د کابل استالف کې ٢٠٠ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سره ووېشل شوه
۲۱ تله ۱۴۰۳ه.ش
۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د کابل په استالف ولسوالی کې د کرنیزو چارو عمومي مدیریت په همکارۍ ٢٠٠ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، توره او سپینه سره ووېشله.
د استالف د کرنیزو چارو عمومي مدیریت مسؤلینو ویلي، چې په دې پروسه کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ووېشل شوه.
د دې پروژې موخه د کرنې د پرمختګ او د بزګرانو د حاصلاتو زیاتول دي، چې د همکارې مؤسسې په همکارۍ ترسره کېږي. استالف ولسوالۍ یو له هغو سیمو څخه ده چې کرنیز فعالیتونه پکې زیات دي، او دا ډول پروژې کولای شي د بزګرانو اقتصادي وضعیت باندې مثبت اغېز وکړي.