د فراه ولایت یوشمېر بېوزلو کروندګرو کورنیو ته د نغدو پیسو مرسته وشوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۴۸
د فراه ولایت یوشمېر بېوزلو کروندګرو کورنیو ته د نغدو پیسو مرسته وشوه


١٩ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٧ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ کې ۱۱۶ بېوزلو کروندګرو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه نغده مرسته ورکړل شوه.
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ډنمارکي کډوالو شورا (ډي،آر،سي) په تخنیکي همکارۍ سره، د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ کې ۱۱۶ بېوزلو کروندګرو کورنیو ته نغده مرسته ورکړل شوه. د دې پروژې په ترڅ کې، هرې کورنۍ ته ۶۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې، ترڅو د هغوی اقتصادي وضعیت ښه او د کور دننه د کار زمینه ورته برابره شي.  
دا مرسته د بېوزلو او کونډو مېرمنو د اقتصادي ودې او د کار زمینې د برابرولو په هدف ترسره شوي دي، ترڅو په فراه کې کورنۍ وکولی شي له دغو امکاناتو څخه ګټه واخلي او د خپل اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره هڅې وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت