د کرنې وزیر د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال سره وکتل  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۴:۱۳
د کرنې وزیر د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال سره وکتل  

١٧ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٥ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د خپل کار په دفتر کې د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد عالم جمیل سره وکتل او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازارموندنې په اړه یې خبرې وکړې.  
په دې لیدنه کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازار موندنې، د پانګه‌والو د هڅونې لپاره په کرنې او مالدارۍ سکتور کې د پانګې اچونې، د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې د زمینې برابرولو او د کورنیو او بهرنیو پانګونو ستونزو د حل په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

دیدار وزیر زراعت با معین مالی و اداری وزارت اقتصاد 
۱۷ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مولوی  محمد عالم جمیل معین مالی و اداری وزارت اقتصاد دیدار و پیرامون بازاریابی برای محصولات زراعتی و مالداری گفتگو کرد.
در این دیدار پیرامون بازاریابی برای محصولات زراعتی و مالداری، تشویق سرمایه گذاران به سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالدرای و  فراهم سازی زمینه سرمایه گذاری برای سکتور خصوصی در این بخش‌ها، حل مشکلات سرمایه گذاری داخلی و خارجی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵
Background image

ننګرهار کې د۵۰ زره کوچنیو شخوند وهونکو څارویو لپاره د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې «ډي‌سي‌اې» په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیا کې زرګونه څارویو لپاره د لیونتوب، تیتانوس او تورلنګي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو

 ۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې «ډي‌سي‌اې» په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

بازگشت