د ننګرهار کانال شرکت: راتلونکې اوونۍ به د زیتون اچار جوړولو چارې پیل کړو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۲۰
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي،چې د زیتون اچارو جوړولو چارې په راتلونکې اوونۍ کې پیلېږي.

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي،چې د زیتون اچارو جوړولو چارې په راتلونکې اوونۍ کې پیلېږي.
د زیتون اچار جوړولو پروسه هر کال د وږي ۲۵مه نېټې څخه وروسته پیل کېږي. په دې موخه، تېره ورځ د زیتون فابریکې د امر په هدایت د فابریکې د لابراتور مدیریت، فني پرسونل (د لابراتور مدیر، مایکروبیالوژي مدیر، او تخمر مدیر) د دویم، درېيم، او څلورم فارمونو زیتون باغونو ته لاړ، او د زیتون دانې/حاصل یې له نږدې څخه وکاته.
زیتون فابریکې امر اختر محمد هاشمي وايي، چې که کوم طبیعي افت ونه شي، نو د زیتون اچار جوړونې (تخمر) پروسه به راتلونکې اونۍ د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه عملاً پیل شي. هغه زیاتوي چې تېر کال تقریباً ۱۲ ټنه زیتون اچار تولید شوی و، او سږکال به ۳۰ ټنه اچار ترلاسه شي چې د هېوادوالو خدمت ته به وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کانال د جوړېدو سره سم، په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه زیتونبڼونه موجود ول، خو ناخوالو او ناسازو شرایطو له امله، تقریباً ۱۳۸۰ هکتاره زیتون بڼونه یې له منځه تللي، اوس په ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه زیتون بڼونه پاتې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت